بلنه: د پښتو نړيوال کنفرانس لپاره
په جرمني کې د تياري مقدماتي ورکشاپ په جرمني کې د تياري مقدماتي ورکشاپ

 

قدرمنو هېوادوالو،

سږ کال د جون په وروستيو کې  پښتو نړيوال کنفرانس د « د پښتنو کلتوري لومړیتوبونه، ستونزې او حل لارې یې» تر سرليک لاندې په کابل ښار کې جوړيږي.   

په نوموړي کنفرانس کې د اروپا ميشتو پښتنو د نظرونو او وړانديزونو د بيانولو په موخه،  د افغانستان معلوماتي مرکز راتلونکې يکشنبه يوه مقدماتي غونډه نيولې، چې  تاسو ته پکښې د ګډون بلنه درکوو.  

موږ په لاندې څلورو برخو کې د ستونزو او حل لارو په اړه ستاسو د نظرونو او وړانډيزونو په تمه يوو: 

پروګرام:

۱. د پښتو ژبې تعمیم او وده

۲. په پښتنو کې په عام ډول اوپه ځانګړې توګه په نجونوکې  د زده کړې او تعلیم عامول

۳. په پښتنو کې د منفي رواجونو سمون

۴. د پښتنو د کلتوري پرمختګ لپاره د اړیکو د شبکې جوړول 

که په دغه ورکشاپ کې ګډون نه شیء کولای، نو هيله مند يو چې خپل وړانډيزونه موږ ته په ايميل کې راولېږﺉ. د دې لپاره تاسو له مل شوې فورمې څخه هم ګټه اخيستلی شیء.  

وخت: يکشنبه، د ۲۰۰۹ کال د  می ۱۰د مازدیگر پنځه بجې

ځای: د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانیک)، د بن ښار، جرمنی


--
Websit:          www.lodin.co.cc
Eamil: it.loodin@gmail.com
Email: it.loodin@yahoo.com
Email: it.loodin@hotmail.com
Add: Kandahar Afghanistan


May 7th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها